CRI Online

د چين او فرانسې ترمنځ ستراتيژيکې خبرې اترې ترسره شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 10:04:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيې چه د دسمبر په ۱۹مه نيټه په بېجينګ کې د فرانسې د ولسمشر له مشاور فيليپ يتين سره د نوې دورې ستراتيژيکې خبرې اترې وکړې.

يانګ جيې چه وويل، په وروستيو کلونو کې د چين او فرانسې ترمنځ اړيکو ثابت پرمختګ کړی. چين غواړي له فرانسې سره د خپلمنځي ستراتيژيکو اړيکو د لا ټينګښت لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. چين فرانسه مهم همکار بولي او غواړي د ذروي انرژۍ او هوانوردۍ په شمول ځينو برخو کې له فرانسې سره همکارۍ پياوړې کړي. چين هيله لري چې فرانسه به په دوامداره توګه د چين او اروپا ترمنځ په اړيکو کې رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي يتين وويل، د چين د کمونيست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د چين د راتلونکي پرمختګ مهم پلانونه ټاکلي او پر اروپا او نړۍ به ژوره اغېزه وکړي. فرانسه له چين سره جګپوري تګ راتګ او عملي همکارۍ پياوړې کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به نوې سويې ته لوړې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای