CRI Online

يو لړ سپورټي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 10:06:41
د الکوزي احمد شاه ابدالي پایلوبه سبا د سپین غر او بند امیر ترمنځ پیلیږي

د الکوزي احمدشاه ابدالي، فرسټ کلاس (څلور ورځنیو) سیالیو پایلوبه نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې، د بندامیر او سپین غر لوبډلو تر منځ پیلیږي

.

 

 

دغه سیالۍ چې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه؛ د مس عینک، بوست، بندامیر، سپین غر او آمو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې؛ بند امیر او سپین غر پایلوبې ته و وتلې او نن، د یادو لوبډلو ترمنځ پایلوبه روانه ده

د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د بشړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د افغانستان کرکټ د پرمختګ په لوري روان دی. د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په کور د ننه د پنځو زونونو د لوبډلو تر منځ (فرسټ کلاس) لیست کې کرکټ سیالۍ تر سره شوې، دغه سیالۍ د روان ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۹ مه ڼېټه په کابل کې پیل شوې، د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته په خوست او ننګرهار کې دغه سیالۍ شاخوا د دوو میاشتو لپاره وغځېدې.

د افغانستان د کورني او نړیوال کرکټ لپاره دغه فرسټ کلاس سیالۍ ډېرې مهمې دي، ځکه لوبغاړي له همدې سیالیو خپل ځان د تخنیکي اړخه جوړوي او د دوی مهارتونه د همدې سیالیو له لوري د کرکټ له نړیوالې شورا سره ثبت کېږي.

په ټسټ کرکټ کې د لوبغاړو تخنیکي اړخونه پياوړې کېږي، توپ وهونکي او توپ اچوونکي دواړه دا فرصت لري، چې تخنیکي لوبه او په ښه فکر سره لوبه وکړي.

د الکوزي احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ په کور د ننه د ټسټ کرکټ لپاره ښه زمینه وه او په دغو دوو میاشتو کې لوبغاړو ډېر تخنیکي مهارتونه تر لاسه کړل

افغان ۱۹کلنه لوبډله نړیوال کرکټ جام کې ګډون لپاره نیوزیلنډ ته روانه شوه

د آسیايي سیالیو اتله افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله د نولس کلنو نړیوال کرکټ جام کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ نیوزیلنډ ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، افغان لوبډلې ته د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ښې لوبې کولو په موخه هراړخیزه روزنه ورکړل شوې ده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل، چې افغان لوبډلې ته به په نیوزیلنډ کې هم روزنه ورکړل شي او د نړیوال جام له پیل څخه وړاندې به یو لړ تمریناتي لوبې هم ترسره کړي.

هغه وویل "په بیلابیلو برخو کې د ښه چمتوالي په موخه لوبډله نیوزیلنډ کې هم تمرینات لري ترڅو په نړیوال جام کې له ښو تیاریو سره د لوبو ډګر ته ووځي".

د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام د ۲۰۱۸ کال د جنوري په دیارلسمه نیټه په نیوزیلند کې پیل کیږي، چې په کې شپاړس هیوادونه برخه لري.

افغانستان له پاکستان، سريلانکا او ایرلیند سره په (D) ګروپ کې ځای لري او خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي عیسوي کال د جنوري په دیارلسمه له پاکستان سره کوي.

افغانستان له دې مخکې د پاکستان نولس کلنې لوبډلې ته په آسیايي جام سیالیو کې سترې ماتې ورکړي او د دغه جام اتلولي یې ګټلې ده.

د افغان نولس کلنو لوبډلې وروستیو لاسته راوړنو ته په کتو تمه کیږي، چې دغه لوبډله به په نړیوال جام کې هم ښه وځلیږي.

اوسمهال ویسټ انډیز د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام اتل دی.

افغانستان د کرکټ لومړنۍ ټسټ سیالي له هند سره کوي

د هند کرکټ بورډ دا خبره تاید کړه چې له افغانستان سره د ټسټ لوبه کوي.

د هند کرکټ بورډ سرپرست امیتاب چوهدري د دوشنبې په ورځ ( ډسمبر۱۰) په نوي ډیلي کې دا اعلان وکړ. هغه وویل چې افغانستان له ډېره وخته دا غوښتنه لرله او هند هم ومنله.

د هند د کرکت بورډ اجرايي مشر راهول جو هري هم په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي چې هند به له افغانستان سره د ټست لوبه کوي او هغوې ته به د ټسټ نړۍ ته ښه راغلاست ووايي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغې لوبې دقیق ځای او دقیقه نېټه به د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو په ګډ کنفراسن کې ژر اعلان شي. ښاغلي مشعل وویل چې له هند سره یې د کرکټ په برخه کې په پنځو نورو مسایلو هم موافقه کړې ده، خو په اړه یې جزیات ورنکړل.

ویل کیږي چې شاید د افغانستان او هند ترمنځ د ټسټ دغه لوبه د ۲۰۱۸ کال په وروستیو میاشتو کې وشي. ښاغلي مشعل وویل چې افغانستان هیله لرله چې خپله د ټسټ لومړنۍ سیالي له هند سره وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل په ټویټر کې هند څخه مننه کړې ده.

تر دې مخکې ویل شوي وو چي زمبابوې به له افغانستان سره د ټست لوبه کوي، خو زمبابوې ویلي چې دوې ټول پام د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراي سیالیو ته اړولی او له افغانستان سره د ټسټ لوبه نشي کولی.

د کرکټ نړیوالې شورا سږکال افغانستان او ایرلنډ ته د ټسټ لوبو امتیاز ورکړ، ایرلنډ د ۲۰۱۸ کال په لومړیو میاشتو کې له پاکستان سره د ټسټ لوبه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای