د سين هوا اژانس د خبر له مخې د تايلنډ د ترانسپورټ وزير ارکون د روانې مياشتې په نولسمه نېټه وويل چې کابينې په همدې ورځ موافقه کړې چې د چين او تايلنډ ترمنځ د اوسپنيزې لارې د لومړي پړاو روژه به د دسمبر په يوويشتمه نېټه پيل شي. هغه د اونۍ په نوبتي خبری ناسته کې وويل چې کابينې له بنکاک څخه تر نوکهون راچاسيما پورې د اوسپنيزې لارې د لومړي پړاو پروژې د غځولو بهير په هکله مالومات تر لاسه کړي او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوسپنيزې لارې د جوړولو د ګډې همکاريزې کميټې لخوا لاسليک شوی موافقه ليک يې منلی دی، ددې موافقه ليک عمده محتويات دا دي چې ياده اوسپنيزه لاره په څلورو پړاوو ويشل کيږی او لومړی پړاوو پروژه به د دسمبر په يوويشتمه نېټه شروع شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |