CRI Online

په چين کې د کاربون د خپرېدا د معاملې سيستم په رسمي توګه پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 13:04:00

تر څلور کلنۍ ازموينې وروسته په چين کې د کاربون د خپريدا د معاملې سيستم د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه په رسمي توګه پيل شو.دا معنی لري چې چين په نړۍ کې د کاربون تر ټولو لوی بازار ګرځېدلی دی .د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د مسئول د معلوماتو له مخې د چين د کاربون بازار ابادي به د برېښنا توليدولو په ساحه کې پيل شي چې له ١٧٠٠ تصديو سره به تړاو ولري ، او په راتلونکې کې به نورو ساحو ته پراخ شي.

د چين حکومت د بازاري ميکانيزم له لارې د شنو خونو ګازونو د خپريدا د کمښت او کنترول او د شين پرمختګ د پرمخبيولو لپاره د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه په رسمي توګه د کاربون د خپرېدا د معاملې سيستم پيل کړی تر څو د کاربون د خپرېدا حق د معاملې بازار اباد شي .د چين د يادې کميټې مرستيال جانګ يونګ وويل چې د چين د کاربون بازار د ابادۍ نوی پيل رارسېدلی دی.هغه وويل(اواز.........) په چين کې د کاربون د خپرېدا حق د معاملې بازار د ابادۍ په هکله لايحه کې راغلي چې د کاربون د خپرېدا بازار د شنو خونو ګازونو د خپرېدا تګلارې د يوې وسيلې په توګه ټاکل شوی او تر هر څه لومړی به د برېښنا توليدولو په چارو کې د کاربون د خپرېدا د معاملې سيستم پيل شي تر څو په بېلا بېلو پړاونو کې په ثابت ډول دغه بازار پرمخ يووړل شي.

پوښتنه دا ده چې ولی به دغه سيستم لومړی د برېښنا توليدولو په چارو کې پيل شي ؟د چين د دغې کميټې د اقليمي چارو څانګې مشر لي ګاو وويل چې د دې پوښتنې ځواب دا دی چې لومړی په دې چارو کې شمېرونه دقيق ، توليدات يې ساده او اداره يې معياري ده او دوهم په دې ساحه کې د کاربون د خپرېدا اندازه ډېره لوړه ده.هغه وويل(اواز..........) څه باندې ١٧٠٠ برېښنا توليدونکې تصدۍ د اوسنۍ لايحې له ټاکل شويو شرايطو سره سمون لري چې د کاربون د دوه اکسايدد خپرېدا کلنۍ اندازه يې ٢٦ زره ټنو ته رسيدلی او د کاربون د دوه اکسايد د خپرېدا عمومي اندازه له درې مليارډو څخه اوښتې چې دغه پيمانه په نړۍ کې د کاربون د هر يو بازار په پرتله لويه ده.

د تصديو له لحاظه د دې بازار د ابادۍ له امله به هغه تصدۍ چې د کاربون د خپرېدا اندازه يې ټيټه ده او پکې لږه ککړتيا رامنځته شوې ، ترې ګټې واخلي او نورې هغه تصدۍ چې د کاربون د خپرېدا اندازه يې ډېره لوړه ده،خپلې بيې ور کړي چې په پايله کې به د تصديو د چارو جوړښت بدل او ښه شي .

د يوې شمېرنې له مخې په تېرو څلورو کلونو کې د چين حکومت په اوو سيمو کې د کاربون د خپرېدا د معاملې ازموينې تر سره کړې چې د معاملې اندازه يې له دوو سوو مليونو ټنو څخه اوښتې ده او ارزښت يې له څلور مليارډو او شپږ سوو مليونو يوانو څخه زيات شوی دی.په دغو سيمو کې د کاربون د خپرېدا عمومي اندازه د ټيټېدو په حال کې ده.

د دې بازار د راتلونکي په هکله د چين د دولتي شورا غړي ليو يان هوا وويل چې د چين د کاربون بازار د نورو هېوادونو او سيمو د کاربون د بازارونو په پرتله نور پېچلی دی ، نو په راتلونکې کې به بايد د قانون جوړولو او د نورو بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې د چټکتيا لپاه هڅه وشي. هغه وويل(اواز.........) بايدد اړوند قانون جوړونه چټکه شي او د کاربون بازار بشپړ اداري نظام دې جوړ شي تر څو دغه بازار تر معياري څارنې لاندې روان وي.بايد معقوله لايحه جوړه شي تر څو بازاري ميکانيزم پرېکړه کوونکی رول ولوبوي.بايد د اړوندو شمېرنو د ليږدونې ، ثبتولو او معاملې سيستمونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو ابادي چټکه شي تر څو په عادي توګه د کاربون بازار د روانېدو لپاره ملاتړ وشي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای