CRI Online

شنزو ابي د جاپان او چين ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت نيت څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 15:32:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير شنزو ابي د دسمبر په ۱۹مه نېټه په توکيو کې د وينا کولو په وخت کې وويل، هغه به د جاپان او چين ترمنځ د جګپوري تګ را تګ د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره کوښښونه وکړي.

شنزو ابي په وروستيو ورځو کې څو ځلې دغه شان څرګندونې کړې دي. هغه ويلي، جاپان غواړي راتلونکی کال د جاپان او چين ترمنځ د سوله ييز او دوستانه تړون د لاسليکېدو د ۴۰ کاليزې فرصت په کارولو سره د دواړو خواوو اړيکې پرمختيا وکړي.

د تېر نومبر په ۱۴مه نېټه شنزو ابي د فليپين په پلازمينه مانيلا کې يو ځل بيا د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز ياد کړ او و يې ويل، جاپان غواړي د دې وړانديز په چوکاټ کې له چين سره همکاري وکړي او د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره خدمتونه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای