CRI Online

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر له دې امله د تايوان ادارې غندنه وکړه چې د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ سوله او يووالی غوښتونکي يې ځپلي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 15:33:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر په ۱۹مه نيټه د ښاغلي وانګ بين جونګ په شمول د چين د تايوان سيمې د نوي ګوند د څلورو غړو کورونه د ځايي پوليسو لخوا وپلټل او دوی يې ونيول. يو خبريال د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر له وياند ښاغلي ان فون شان څخه پوښتنه وکړه چې په دې اړه څه تبصره لري؟ ښاغلي ان فون شان په ځواب کې څرګنده کړه چې موږ دغې پېښې ته ډېره توجه کوو . ټولو ته مالومه ده چې په تايوان سيمه کې نوی ګوند تل د يو چين د شتون پر اصولو باندې ټينګار کوي، د تايوان خپلواکي غوښتنې سره کلک مخالفت کوي، د دواړو غاړو ترمنځ د سوله ييز وحدت ادعا لري او په فعاله توګه د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د سوله ييز پرمختګ د ساتلو او پرمخبيولو لپاره هڅه کوي، نو موږ د دغه ګوند د دريځ ډېره ستاينه کوو. له يوې مودې راهيسې د تايوان سيمې حکومت خپلواکي غوښتونکي حمايت او تحريک کړی او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سوله غوښتونکو د ځپلو لپاره يې راز راز وسيلې کارولې دي. موږ پرې سخت غندوو او د يادې پيښې پرمختګ ته جدي پاملرنه کوو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای