CRI Online

د چين استازي په امنيت شورا کې په سوريه کې د نړيوالو بشري مرستندويه تدبيرونو په اړه د چين نظر څرګند کړل.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 15:59:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د دسمبر په نولسمه نېټه په سوريه کې د نړيوالو بشري مرستندويه تدبيرونو په اړه پريکړه ليک تصويب کړ او ورپسې په م م کې د چين د دايمي هئيت لنډ مهالي سارژدافير وو های تاو د چين نظر څرګند کړل.

نوموړي وويل، چې چين د سوريې اوسنيو بشري اوضاعو ته ډېره پاملرنه کوي او د دغو اوضاعو د ښه والي لپاره کوښښ کوي. اوسمهال د سوريې عمومي امنيتي حالات ښه شوي دي چې دا د بشري مرستندويه عملونو لپاره ښه زمينه برابروي. نړيواله ټولنه بايد د دغو عملونو د برياليتوبونو لپاره هڅې وکړي.

په همدې ورځ په امنيت شورا کې په دوولسو موافقو او دريو ممتنعو رايو ۲۳۹۳م پريکړه ليک تصويب شو او له مخې به يې د هغه کار د ماموريت وخت نور يو کال اوږد شي او د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې به دوام ومومي چې د م م د بشري مرستندويه ارګانونه او ملګري يې د سرحدي کرښې په ننوتلو سره له سوريايانو سره مرسته وکړي. بوليوي، چين او روسيې ممتنعې رايې ورکړې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای