CRI Online

د چين د تبتي کلتور تبادلوي پلاوي د ميانمار له حکومت سره د نظريو تبادله وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 16:36:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د تبتي کلتور تبادلوي پلاوي د دسمبر په ۱۹مه نېټه د ميانمار د قومي چارو، مذهبي چارو او د هنر او کلتور له وزارتونو څخه ليدنه وکړه او دواړو خواوو د اړوندو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.

د چين دغه پلاوي د ميانمر مامورينو ته د چين قومي تګلارې وروپېژندلې. د چين د تبتي چارو د څېړونکي مرکز څېړونکي جانګ يون وويل، د چين بېلا بېل قومونه د سولې په فضا کې په ګډه پرمختګ مومي. د تبت خپلواکې سيمې پرمختګ د ټول هېواد ملاتړ تر لاسه کړی دی.

د ميانمار د قومي چارو وزير د چين پلاوي ته د ميانمار د بېلا بېلو قومونو د ساتلو په برخه کې د دې هېواد د نوي حکومت تګلارې معرفي کړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای