CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين به د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د يوه هېواد د يوازينۍ لارښوونې غوښتنه ونه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 16:40:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې همکارۍ پياوړې کوي او د يو هېواد د يوازينۍ لارښوونې غوښتنه به ونه کړي.

د خبر له مخې، د امريکا يوه لوړ پوړې چاوراکي څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې له لارې خپله تګلاره او پاليسي جوړه کړي. وياندې هوا په دې اړه وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پلان سر تړلی نه دی او خلاص او پراخ دی. موږ د هرې خوا د ګډون هر کلی کوو او هيله لرو چې اړوندې خواوې په عيني او عقلاني توګه دغه پلان ته وګوري.

اغلې هوا چون ينګ وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز تر وړاندې کولو وروسته مو د مشورو له لارې له اتياوو هېوادونو او سازمانونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي، له دېرشو نه زياتو هېوادونو سره مو توليدي همکاريز نظامونه جوړ کړي دي او له اړوندو څلورويشتو هېوادونو سره مو پنځه اويا د اقتصاد همکاريزې سيمې جوړې کړې دي. چيني تصديو په اړوندو هېوادونو کې د څه باندې پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو پانګې اچولې دي او دوه لکه کاري فرصتونه رامنځته شوي دي. له دې جملې څخه څرګندېږي چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز موخه ګډې ګټې دي او د اړوندو هېوادونو او حتی نړيوالې ټولنې ملاتړ او هر کلی يې تر لاسه کړی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای