CRI Online

د چين د مرکزي اقتصاد کاري غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-20 18:50:23

د چين د مرکزي اقتصاد کاري غونډه د دسمبر له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې د چين د کمونېست ګوند تر اتلسم ملي کانګرس وروسته د چين د اقتصاد د پرمختيايي جريان بيا کتنه وکړه، د اوسنيو اقتصادي حالاتو څيړنه يې وکړه او په ۲۰۱۸م کال کې د اقتصاد کارونه يې ترتيب کړل. په دغه غونډه کې راغلي چې په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستي ټولنې د اقتصاد په اړه د ښاغلي شي جين پينګ مفکوره په تېرو پنځو کلونو کې د چين د اقتصاد د پرمختګ بنسټ دی او د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستي ټولنې د اقتصاد پوهنې نوې پايله ده. نو دغه مفکوره دې د اوږدې مودې لپاره پلې شي.

په دغه غونډه کې زياته شوې چې د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليزم او د چين اقتصاد نوې زمانې ته ننوتلی دی. اوس د چين اقتصاد د چټک پرمختګ له حال څخه په ښه کيفيت سره د پرمختګ حال ته ننوتلی دی. نو د ښه کيفيت په ساتلو سره د پرمختګ د ونډو سيستم، د تګلارو سيستم، د معيارونو سيستم، د حساب سيستم، د ګټو د ارزونې سيستم او د سياسي ارزونې سيستم د جوړولو او د نظام د بشپړېدو د ښه چاپيريال د ساتلو لپاره هڅې وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای