د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د مرکزي اقتصاد کاري غونډه د دسمبر په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېده.د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د چين اقتصادي پرمختګ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي چې په نورو ساحو کې د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره ستره زمينه برابره کړې.په غونډه کې ويل شوي چې په چين کې د منځني عايدات لرونکو کسانو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.
د منځني عايدات لرونکو کسانو شمېر زياتېدل د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادۍ موخې له پوره کېدو سره تړاو لري او د ټولنيزې همغږۍ او ثبات د ساتنې او د هېواد د دايمي امنيت له غوښتنې سره سمون خوري.چين د منځني عايدات لرونکو کسانو شمېر زياتېدو ته په درنه سترګه ګوري.د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې ويل شوي چې په تېرو ۵ کلونو کې په ښارونو او کليو کې د اوسېدونکو د عايداتو د زياتوالي انډول د اقتصادي زياتوالي له انډول څخه لوړ شوی او د منځني عايدات لرونکو کسانو شمېر په پر له پسې توګه زيات شوی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |