د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چيني ډېلي ورځپاڼې له خوا جوړ شوی د اسيايي هېوادونو د مشرانو فورم او د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نظريو د تبادلې غونډه د دسمبر په ۲۰مه نېټه په هانګ کانګ کې تر سره شوه.
په هانګ کانګ کې د پاکستان عمومي قونسل عبدلقادير ميمون په ياده غونډه کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان نه يوازې د سړکونو ،پلونو او د بنسټيزو تاسيساتو ابادول،بلکې د چين له خوا وړاندې شوی اقتصادي همکاريزه نقشه ده چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو او سيمو ته ښه زمينه برابره کړې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |