د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د مرکزي اقتصاد کاري غونډه د دسمبر په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده.د چين د کمونېست ګوند له نولسم ملي کانګرس له غوښتنې سره سم په راتلونکو ۳ کلونو کې بايد په عمده توګه د نسبتاً شتمنې ټولنې د جوړېدو لپاره ستر خطرونه لېرې کړي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ککړتيا د ادراې او مخنيوي لپاره کوښښ وکړي.
د چين د مرکزي ماليې او اقتصاد پوهنتون د چين د عامه ماليې او تګلارو د څېړنيز انسټيټوټ مشر چياو باو يون وويل چې نوموړې ۳ دندې د نسبتاً شتمنې ټولنې له جوړېدو سره نژدې تړاو لري. هغه زياته کړه چې د چين مرکزي غوښتنه ښکاره ده چې د بېلا بېلو سيمو بېلا بېلې څانګې بايد په جدي توګه پلې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |