د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د اقتصاد مرکزي غونډه د دسمبر له اتلسمې نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د لومړۍ ځل لپاره په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسيالستي اقتصاد په اړه د شي جين پينګ افکار څرګند شول او د دې افکارو پر بنست اوه وړانديزونه وړاندې شوي چې په لاندې ډول دي :
لومړی : په اقتصادي کارونو کې د کمونست ګوند لارښوونکي رول دې پياوړی شي، څو چې د چين اقتصاد په سالم ډول وده او پرمختګ وکړي.
دوهم : د خلکو په محور د پرمختګ افکار دې دوام ولري.
درېيم : د اقتصادي پرمختګ د نويو حالاتو سره سم دې د اقتصادي پرمختګ په اصولو وپېژندل شي.
څلورم : د بازاري او حکومتي قوتونو په کارولو سره د اقتصادي پرمختګ په وړاندې ستونزې له منځه يووړل شي.
پنځم : د اقتصادي پرمختګ د عمده تضادونو سره سم اړوند کارونه تنظيم شي.
شپږم : د ستونزو د حل و فصل په غرض د اقتصادي پرمختګ نوي ستراتيژي وټاکل شي.
اووم : اقتصادي انکشاف سمو پلانونو او لارو ته برابر شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |