CRI Online

د چين خارجه وزير: چين نه غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې د پلان له لارې په خپله د لارښوونې اصول جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-21 11:04:58

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۲۰مه نېټه وويل چين په ګډه د بحث کولو، جوړولو او شريکولو د اصولو له مخې د يو کمربند او يوې لارې پلان په چوکاټ کې د همکارۍ هڅونه کوي او پخوا هيڅکله او اوس هم نه غواړي چې د دې پلان له لارې په خپله د لارښوونې اصول جوړ کړي.

وياندې هوا چون ينګ وويل د يو کمربند او يوې لارې پلان په اړوندو هېوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ او تګ راتګ او د بېلا بېلو هېوادونو د تګلارو او د پرمختګ ستراتيژيو د تماس نيولو او د ګډ پرمختګ په موخه دي. چين غواړي چې بېلا بېل هېوادونه سره همکارۍ وکړي او د ځينو مسئلو حلولو په ترڅ کې يو له بل سره بحث وکړي او په خپله د پريکړه کولو نيت نه لري.

نوموړې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان له وړاندې کيدو راهيسې چين په مساوي توګه د سلامشورو له لارې له ۸۰ هېوادونو او سازمانونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي، د ميکانيزم کيدو د توليد انرژۍ په چارو کې له څه دپاسه ۳۰ هېوادونو سره همکاري کړې، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې ۲۴ هېوادونو کې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ۷۵ سيمې جوړې کړې او په دغو هېوادونو کې د څه دپاسه ۵۰ بيليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي او نژدې ۲لکه کارونه يې برابر کړي. له دې څخه څرګنديږي چې د يو کمربند او يوې لارې اصلي اهميت د ګډو ګټو تر لاسه کول دي چې د اړوندو هېوادونو او نړيوالې ټولنې ملاتړ او هرکلي يې تر لاسه کړي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای