CRI Online

بهرني هېوادونه د چين د مرکزي اقتصاد کاري غونډې ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-21 15:41:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د مرکزي اقتصاد په کاري غونډه کې ويل شوي چې د لوړ کيفيت پرمختګ د اوسمهال او راتلونکي لپاره د پرمختګ لار د ټاکنې،د اقتصادي تګلارو د جوړېدو او د عمومي کنټرول د پلي کېدو بنسټيزه غوښتنه ده.

د هند خبري رسنيو خبر ورکړ چې د لوړ کيفيت پرمختګ او د سترو خطرونو حلول د چين د مرکزي اقتصاد په کاري غونډه کې يوه مهمه موضوع ده.

د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې چين په نړۍ کې دوهمه لويه اقتصادي ټولنه ګرځېدلې ده.د بهرنيو څېړونکو په اند په ۲۰۱۸ کال کې به چين په پر له پسې توګه د پرمختګ مفکوره پوره کړي او د لوړ کيفيت د پرمختګ لپاره به کوښښ وکړي،چين لاهم د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره عمده خوځنده ځواک دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای