CRI Online

د چين د مرکزي حکومت د اقتصادي چارو غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-21 16:07:22

د چين د مرکزي حکومت د اقتصادي چارو غونډه د روانې مياشتې له اتلسمې نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې تر سره شوه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي ،د چين د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د چين د اقتصادي پرمختګ بهير ياد کړ ،اوسني اقتصادي حالت ارزونه يې وکړه او د ٢٠١٨ کال لپاره اقتصادي کارونه يې تر تيب کړل .په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره په نوې زمانه کې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د چين د ځانګړي سوسياليزم اقتصادي مفکوره وړاندې شوې او په راتلونکې کال کې د اقتصادي کارونو عمومی اصول ټاکل شوي چې بايد په ثبات کې پرمختګ وموندل شي او د پرمختګ د نوې مفکورې له مخې دې د اقتصادي جوړښت بدلولو ته دې ډېره پاملرنه وشي او د بې وزلۍ د له منځه وړلو،د ککړتيا د مخنيوي او کمښت او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره دې لاډېرې هڅې وشي تر څو د چين اقتصاد او ټولنه په سالم ډول پرمختګ وکړي.

د چين د اقتصادي تبادلې د نړيوال مرکز لوړ پوړي څېړونکي جانګ يان شنګ وويل چې په دې غونډه کې هغه عمومی کاري اصول تائيد شوي چې بايد په ثبات کې پرمختګ وموندل شي.هغه وويل(اواز...........) نه يوازې د ا قتصادي جوړښت اصلاحات بلکې په نوې حالت کې د نوي سفر پيل په ثبات کې له لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ سره تړاو لري ، نو ثبات د پرمختګ بنسټ بلل کيږي.په دې غونډه کې هغه مفکوره ټاکل شوې چې د ثبات ساتلو پر بنسټ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ بايد ګام په ګام وموندل شي.په ثبات کې د پرمختګ موندل بايد پولي ننګونو ته پاملرنه وشي ،سربېره پردې په دې بهير کې د راتلونکی لپاره د خلکو هيلې بايد وساتل شي.په دې غونډه کې د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو د ژورتيا لپاره کارونه ترتيب شوي او دې ته يې اشاره شوې چې د اقتصادي جوړښت اصلاحات د اقتصادي کارونو عمده اصول دی . پروفيسر جانګ يان شنګ وويل (اواز............) په دې غونډه کې رئيس شي جين پينګ څو څو ځله تائيد کړی چې له توليدي جوړونکي هېواد څخه پر يوه ابتکاري هېواد د بدلېدو او د ډېرو تصديو د بندېدو په شمول ډېر مشخص کارونه د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو لپاره ډېر مهم دي.

په دې غونډه کې د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ په هکله ځينی مشخص کاري محتويات ټاکل شوي دي د بېلګې په توګه د چين حکومت به د دولتي تصديو د پياوړتيا او د ملکي تصديو له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي ،د چارواکو او سوداګرو ترمنځ د عادي اړيکو ټينګښت به چټک کړي ،د کليوالو سيمو د بيا سمسورتيا او د سيمه ييزې همغږۍ د پرمختګ لپاره ستراتيژي به پلې کړي او د خلکو د پاملړنې وړ مسئلو ته به پاملرنه وکړي .د چين د دولتي شورا د اقتصادي پرمختګ د څېړنيز مرکز مرستيال وانګ ايي مينګ وويل چې دغه کارونه د خلکو په مرکز پرمختيايي مفکورو ته ارزښت ور کوي.هغه وويل(اواز............)زمونږ د ګوند بنسټيزه تګلاره د خلکو ګټو او ژوند ته ډېره پاملرنه کوي، نو په دې غونډه کې د ښوونې، طب، استخدام او ټولنيز ضمانت په شمول برخو کې اړوند کارونه ترتيب شوي دي.سربېره پر دې د کورونو مسئله هم د پاملرنې وړ ده.د غونډې له غوښتنې سره سم د اقتصاد د بازاري کېدو پر بنسټ د بېلا بېلو کچو حکومتونه بايد د خلکو د کورونو اړتياوې تامين کړي او په راتلونکو دريو کلونو کې به د بې وزلۍ مسئله حل کړي .د دې ترڅنګ د هوا ککړتيا د مخنيوي او کمښت لپاره ډېرې هڅې وشي تر څو زمونږ ټولنه او چاپيريال لا نور هم ښه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای