CRI Online

د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ لومړۍ خبرې اترې به تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-21 17:11:23

د چين نړيوالې را‌ډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ لومړۍ خبرې اترې به د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خاوجه اصيف په خبرو اترو کې برخمن وي.

وياندې هوا چون ينګ وويل د افغانستان او پاکستان د ګډ ملګري په توګه چين تل د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوستې او د ګډ پرمختګ ملاتړ کوي. هغې وويل چې د روان کال په جون مياشت کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي افغانستان او پاکستان ته سفر وکړ او په هغه وخت کې دريواړو خواوو د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ د خبرو اترو ميکانيزم له جوړيدو سره موافقه وکړه او د دريواړو خواوو تر منځ د خبرو اترو او همکارۍ لپاره يوه صحنه جوړه کړي. دا به د دريو وزيرانو تر منځ لومړې خبرې اترې وي. دوی به د سياسي باور او تفاهم، د همکارۍ او تګ راتګ پرمختګ او د امنيتي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد د مبارزو په هکله د نظريو تبادله وکړي. چين هېله لري چې دريواړه خواوې ګډې نظريې تر لاسه کړي، يو پر بل باور ټينګ کړي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه والي او د دريواړو خواوو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي او په ګډه د سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای