CRI Online

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرزايوف د چين له دفاع وزير چانګ وان چوان سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-12-21 17:14:10

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرزايوف د دسمبر د ۲۰مې نيټې له غرمې وروسته په ولسمشرۍ دفتر کې د چين د دولتي شورا د غړي او د ملي دفاع له وزير چانګ وان چوان سره ملاقات وکړ. چانګ وان چوان لومړی ولسمشر ميرزيوف ته د چين دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل.

ولسسمشر ميرزايوف وويل چين د ازبکستان نژدي ملګری او باور وړ دوست دی او د يو چين د پيژندلو پر تګلارې ټينګار کوي او د رئيس شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز ملاتړ کوي، غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکاري وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي.

چانګ وان چوان وويل د چين او ازبکستان د خلکو ترمنځ دوستې عنعنوي ده. روان کال د چين او ازبکستان تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو له ۲۵مې کاليزې سره برابر دی. د دولت رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ميرزايف تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو اړيکې نوې زمانې ته داخلې شوی. چين غواړي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا تر لاسه شوې ګډې نظريې عملي کړي او د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ اړيکې نژدې کړي او د دواړو هېوادونو د هراړخيزې د ستراتيژيکي دوستۍ د ټينګښت لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای