CRI Online

لي که چيانګ د چين او تايلند تر منځ د پټليو پروژې لومړي پړاو پيل له امله د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-22 09:43:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د دسمبر په يوويشتمه نېټه د چين او تايلند تر منځ د پټليو پروژې د لومړي پړاو پيل له امله د مبارکۍ پيغام ورولېږه. د تايلند صدراعظم پرايوځ چان اوچا د دې پړاو په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه

لي که چيانګ د مبارکۍ په پيغام کې وويل، د چين او تايلند تر منځ د پټليو پروژه د يو کمربند او يوې لارې د ګډ ابادولو په ساحه کې تر نورو مهم اهميت لرونکې پروژه ده. هيله لرم چې اړوندې خواوې د دې پړاو د ژر تر ژره بشپړېدو، د اړوندو هېوادونو تر منځ د تجارتي فعاليتونو او تګ راتګ د هڅونې او د ګډو ګټو د ساتنې لپاره کوښښونه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای