CRI Online

د هېواد په کچه صندوقونو له بې وزلو کسانو او سيمو سره د مرستو لپاره څه باندې درې مليارډه او سل مليونه يوانه پيسې ور کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-22 09:44:50

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د ملکي چارو وزارت خبر ور کړی چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په کچه  صندوقونو په فعاله توګه د بې وزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې ګډون کړی دی.د يوې شمېرنې له مخې له ٢٠١٦ کال څخه د ٢٠١٧ کال تر لومړۍ نيمايي پورې دغو صندوقونو د پنځه سوه اووه څلوېښتو اړوندو فعاليتونو د تر سره کولو لپاره درې مليارډ يوسل شپږ پنځوس مليونه يوانه پيسې اومرستندويه مالونه ور کړي دي.

د معلوماتو له مخې دغو صندوقونو په عمده توګه د ښوونې او روغتيا په شمول څلورو برخو کې خپلې مرستې وکړې.د ياد وزارت اړوند مسئول وويل چې دوی به په راتلونکې کې له اړوندو څانګو سره دغو صندوقونو او نورو ټولنيزو سازمانونو ته لارښوونه وکړي او له ډېرو بې وزلو سيمو سره به نورې مرستې هم وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای