د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه وويل چې پاکستان په اوږده موده کې د چين له مرستو څخه مننه کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوستۍ وياړي.د پاکستان بېلا بېلې ټولنې د دواړو هېوادونو د اړيکو له ژورتيا څخه ملاتړ کوي او غواړي چې په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په اړه همکارۍ کې ګډون وکړي.
په همدې ورځ حسين په دې هېواد کې د چين له لوی سفير ياو جينګ سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې اوس مهال د پاکستان او چين ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ هر اړخيزې اړيکې ښې پرمخ ځي او دغې اړيکې له مهم او ښه پرمختيايي فرصت سره مخامخ دي. پاکستان غواړي چې له چين سره يو ځای د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ او د هر اړخيزې همکارۍ د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي او د سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره خپل خدمت وکړي(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |