CRI Online

د شينجيانګ په اکسو سيمه کې پولي ادارې د پورونو ور کولو له لارې له پنځوس بې وزلو بزګرانو او مالدرانو سره مرستې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-12-22 14:37:33

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د شينجيانګ د اکسو سيمې د بانکي څارنې فرعي ادارې تر لارښوونې لاندې د دې سيمې بانکي اورګانونوپه پولي لارو چارو له بې وزلو کسانو سره مرستې وکړې چې له امله يې پنځوس زره بزګرانو او مالدرانو له بې وزلۍ څخه ځانونه ژغورلي دي.

له روان کال راهيسې د اکسو سيمه ييز حکومت د بې وزلو کسانو د اړتياوو پوره کولو ته لومړيتوب ور کړی او هغوی ته يې پورونه ور کړي چې د نومبر تر پايه پورې ارزښت يې ٨١٧ مليونو يوانو ته رسيدلی دی. د حکومتي څانګو تر لارښوونې لاندې روان کال ٥٢ زره او ٣ سوه بزګرانو او مالدرانو له بې وزلۍ څخه ځانونه ژغورلي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای