CRI Online

د چين د کمونېست ګوند ١٩م ملي کانګرس روحيې تبليغاتي پلاوی له ايران څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-22 14:38:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د دسمبر له ١٨مې نيټې څخه تر ٢١مې نيټې پورې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو د څانګې مرستيال لي جون د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيې د تبليغاتي پلاوي په مشرۍ په ايران کې د دې روحيې د خپرولو لپاره يوه غونډه تر سره کړه او د دې هېواد له سياسي او ګوندي مشرانو سره يې وکتل.د دې ترڅنګ هغه هم له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې په عمده توګه په نوې زمانه کې د چين د ځانګړی سوسياليسزم  په اړه د رئيس شي جين پينګ د افکارو ،د عمومي کاري ترتيباتو او د پنځو لويو پرمختيايي مفکورو په باب معلومات وړاندې کړل.

د ايران بېلا بېلو ټولنو په دې ملي کانګرس کې د چين د کمونېست ګوند له خوا د لاسته راوړنو له امله چين ته مبارکي وويله او په دې اند دي چې نړۍ به د چين له ځانګړي سوسياليزم څخه ګټه واخلي او هيله لري چې ايران د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له چين سره هر اړخيزه همکاري پياوړې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای