CRI Online

اقتصاد پوهانو او چارواکو د چين د اقتصاد په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-12-22 16:16:48

د سپتمبر په يووېشتمه نېټه په بېجينګ کې د نوې زمانې او نوي اقتصاد په نوم يوفورم تر سره شو.د چين يو شمېر مشهورو اقتصاد پوهانو او اړوندو چارواکو وويل چې چين به په راتلونکي کې د پرمختګ لارو چارو او د زياتوالي خوځنده ځواک د بدلون او د اقتصادي جوړښت د تنظيمولو له لارې د اقتصاد د لوړ کيفيت د پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

د چين د مرکزي اقتصاد کاري غونډه په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې پای ته ورسېده.په ياده غونډه کې ويل شوي چې د چين اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ د اوسمهال او راتلونکي لپاره د پرمختګ لارې د ټاکنې،د اقتصادي تګلارو د جوړېدو او د عمومي کنټرول د پلي کېدو بنسټيزه غوښتنه ده.د بېجينګ پوهنتون د ګوانګ هوا د ادارې پوهنځي اعذازي مشر لي يي نينګ په همدې ورځ وويل

(اواز ۱ )

لنډه دا چې د پرمختګ زړه لاره شمېرو او سرعت ته يې په درنه سترګه ګورو،که څه هم د پرمختګ نوې لارې چارې به ژر پيل شي،خو د پاملرنې وړ نه ده.ولې؟ځکه چې د زړې لارې په اړه تکيه شتون لري.اوس موږ بايد دا وپېژنو چې د زياتوالي انډول يوازنۍ موخه نه ده.

د چين د مرکزي اقتصاد کاري غونډې له حکم سره سم به په چين کې د لوړ کيفيت پرمختګ لپاره يو لړ معياري سيستمونه جوړ شي څو د نظامونو چاپيريال بشپړ شي.

د چين د شمېرنې ادارې اقتصاد پوه شنګ لای يون وويل چې د شمېرنې اداره به د چين د لوړ کيفيت د پرمختګ لپاره لازيات انډول برابر کړي.په دې وروستيو کلونو کې د اقتصاد د زياتوالي سرعت ثابت شوی چې په تېرو يوولسو ربعو کې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۶ اعشاريه ۷ سلنې څخه تر ۷ سلنې پورې دی.

د چين د مرکزي ماليې او اقتصاد د لارښوونې ډلې د دفتر مدير مرستيال يانګ وی مين وويل چې له لوړ سرعت څخه لوړ کيفيت ته د بدلولو لپاره دې د پرمختګ لارو چارو،اقتصادي جوړښت او د زياتوالي خوځنده ځواک په درېيو برخو کې بدلونونه رامنځته شي.

(اواز ۲)

ښايي د لوړ کيفيت د پرمختګ په پړاو کې لګښت د زياتوالي عمده خوځنده ځواک او د ټيټ عايدات لرونکي کسان به د لګښت د زياتوالي عمده ځواک وګرځي.

په ياده غونډه کې وړاندې شوي چې بايد د کيفيت،مؤثريت او د خوځنده ځواک د اصلاحاتو له لارې اقتصادي پرمختګ وموندل شي.د چين د صنعتي او معلوماتي چارو د وزير مرستيال شين ګوه بين وويل چې اوس د چين د توليدي چارو د نوښت توان لاهم کمزور دی،کليدي تخنيک او لوړ تجهيزات لاهم له بهر څخه واردېږي او د تصديو د نوښت سيستم بشپړ نه دی.ښاغلي شين ګوه بين وويل

(اواز ۳ )

لومړۍ،بايد په ثابت ډول پرمختګ وشي څو توليدي چارې په سالم ډول روان کړو او په دې وسيله ستر پرمختګ به وموندل شي.دوهم،بايد د توليداتو کيفيت د لوړتيا لپاره کوښښ وکړي او په جدي توګه د توليدي چارو د معياري سيستم سويې د لوړېدو لپاره زيار وباسو.درېيم،بايد علمي تګلارې پلې کړو څو د توليداتو نوښت پياوړی شي.

ښاغلي شين ګوه بين وويل چې اوس د چين د صنعتي او معلوماتي چارو وزارت د لومړۍ ډلې د چيني توليداتو د ۲۰۲۵ کال د هېواد په کچه د بېلګې سيمې د جوړېدو پر کارونو بوخت دی څو په بېلا بېلو ځايونو کې به د پرمختګ نوې لارې چارې رامنځته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای