CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يمن حالاتو ته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-22 17:23:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، څو ورځې مخکې سعودي عربستان يو ځل بيا د دغه هېواد پلازمينې ته د يمن د حثی وسله والو لخوا د ويشتل شوي توغندي مخه ونيوه. سعودي خبر ورکړ چې د حثی وسله والو د بريد موخه د رياض د عامو وګړيو اوسيدونکې سيمه ده، نو دغه عمل د امنيت شورا له اړوندو پريکړه ليکونو او د بشري حقوقو له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده چې د سعودي په شمول د دې سيمې امنيت او حتی نړيوال امنيت ته ګواښ دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۲۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين اړوندو خبرونو ته پاملرنه کوي. چين تل د عامو وګړيو په مقابل کې او د شخړو د ترينګلتيا په موخه له هر ډول عمل سره مخالفت کوي. په يمن کې شخړې د دوو کلونو لپاره دوام کړی، اوسنی مهم ټکی دا دی چې د امنيت شورا د اړوندو پريکړه ليکونو، د خليج سيمې د عربي هېوادونو د همکاريو کميټې د وړانديزونو او د يمن د ملي ډيالوګ د پايلو پر بنسټ د مختلفو خواوو ترمنځ خبرې اترې ژر پيل شي، تر څو د شخړو د ليرې کولو لايحه طرحه شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای