CRI Online

د چين او هند ترمنځ د سرحدي مسئلې د ځانګړيو استازو کلنۍ غونډه تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-22 17:24:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو او د دولتي شورا غړي يانګ جې چه د دسمبر په ۲۲مه نېټه د هند د ملي امنيت سلاکار دوار په بلنه د چين او هند ترمنځ د سرحدي مسئلې د ځانګړيو استازو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ورسېد. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ وويل، دواړه هېوادونه به د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي او د توپيرونو په ليرې کولو سره همکاري نژدې کړي.

دغه غونډه د سرحدي مسئلې او د ستراتيژيک ډيالوګ په اړه د چين او هند ترمنځ لوړ پوړې او مهمه صحنه ده او هر کال په نوبتي توګه په يادو دوو هېوادونو کې تر سره کېږي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای