CRI Online

وانګ يي:په پر له پسې توګه به د خپلواک فلسطين د جوړولو د موخې ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-23 16:23:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د فلسطين د ولسمشر له استازي احمد مجدالاني سره وکتل.

وانګ يي وويل چې د م م عمومي اسامبلې د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه په اکثريت رايو سره پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې به يې د بيت المقدس مقام د بدلولو په اړه هېڅ پرېکړه يا عمليات نافذ نه شي.له دې څخه څرګندېږي چې نړيواله ټولنه د م م د پرېکړه ليک او د نړيوالې ګډې نظريې ملاتړ کوي.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې چين په ټينګه سره د قانوني ملي حقوقو د اعادې په اړه د فلسطينيانو د عادلانه چارو، د دوو هېوادونو د لايحې او د ۱۹۶۷ کال د سرحدي سيمې پر بنسټ د ختيځ بيت المقدس په پلازمينه د خپلواک فلسطين ملاتړ کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای