د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مدير هه لي فنګ د دسمبر په ۲۲مه نېټه وويل چې په چين کې د يو کمربند او يوې لارې له ابادولو سره سره د ورخلاص اقتصادي نوي نظام ګام په ګام بشپړېږي.تر اوسه پورې چين له ۸۶ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه ۱۰۰ همکاريز سندونه لاسليک کړي او د چين او اروپا ترمنځ څه نا څه ۷۰۰۰ اورګاډي خوځېدلي چې د بازاري ادارې سويه ورځ په ورځ لوړېږي.
ښاغلي هه په همدې ورځ د چين د پرمختګ او اصلاحاتو په کاري غونډه کې وويل چې په ۲۰۱۷ کال کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ کارونه ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي.په ۲۰۱۸ کال کې به د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په اړه همکاري لاپياوړې شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |