د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين د دايمي پلاوي لنډ مهالي سارژدافير وو های تاو د دسمبر په ۲۲مه نېټه په امنيت شورا کې وويل چې د کوريا د ټاپووزمې ذروي مسئله بايد په سوله ييزه توګه حل شي.
ښاغلي وو وويل چې پر شمالي کوريا د بنديز لګولو د نوي موافقه ليک له تصويبېدو څخه څرګندېږي چې نړيواله ټولنه د شمالي کوريا مخالفت کوي چې د ذروي وسلو او د توغنديو پرمختګ ومومي،د ذروي وسلو د نه خپرېدو نړيوال سيستم به وساتل شي.چين له شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته په درنه سترګه وګوري او د امنيت شورا موافقه ليک پلی کړي چې له ذروي ازموينې څخه لاس واخلي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |