CRI Online

د هند صدراعظم نارندرا مودي له يانګ جې چه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-23 19:34:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ځايي وخت د دسمبر په ۲۲ مه نېټه د هند صدراعظم نارندرا مودي په نوی ډيلی کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو او د دولتي شورا غړي يانګ جې چه سره وکتل.

يانګ جې چه مودي ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د چين صدراعظم لي که چيانګ نيکې هيلې وړاندې کړلې. يانګ جې چه څرګنده کړه ، چې د چين د کمونېست ګوند په ١٩ م ملي کانګرس کې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ نوې زمانه کې د چين د ځانګړی سوسياليسزم سوچ د تاريخي موقعيت تائيد او په راتلونکو لس ګونو کلونو کې د چين د پرمختګ پلان ټاکل شوی او د چين د ځانګړی سوسياليسزم د نوې زمانې د رارسيدو څرګند شوی. د چين حکومت د چين او هند تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. په پخوانيو څو کلونو کې رئيس شي جين پينګ له صدراعظم مودي سره ليدنه وکړه چې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره يې ستراتيژيکي لارښوونکی رول درلود. چين غواړي له هند سره يو ځای د نظريو تبادله او متقابل ستراتيژيک باور پياوړی کړي.

مودي د يانګ جې چه څخه وغوښتل چې رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ ته د ده لخوا نيکې هيلې ورسوي. مودي د چين کمونېست ګوند د ۱۹م کانګرس د بريا په مناسبت مبارکي وويله او د چين نوی پړاو ته د ننوتلو په خاطر يې هم مبارکي وويله. هغه زياته کړه چې هند تل له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای