د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا د دسمبر په ۲۴مه ن ېټه د اي جي شپږ سوه په نامه د الوتکې د لومړۍ الوتنې د برياليتوب په مناسبت د صنايعو او معلوماتي کېدو وزارت، د ملکي هوانوردۍ ادارې، د الوتنې د صنعتي چارو شرکت ته د مبارکۍ پيغام واستوه.
په پيغام کې دا ويل شوي چې د اي جي شپږ سوه په نامه الوتکې چې د اور وژني او په اوبو او خاورو کې د ژغورنې دندې تر سره کولی شي، په چين کې لومړي ځل د چين د ملکي هوانوردۍ د معيارونو له مخې د څيړنې لويې ځانګړی رول لرونکي الوتکه ده او په بيړنې توګه له مصيبتونو سره د مرستې په چارو کې کارونکي وسيله هم ده. د دغې الوتکې د لومړې الوتنې د برياليتوب څخه څرګنديږي چې په چين کې د هوانوردۍ صنعتي چارو د ځانګړي رول لرونکي الوتکې د څيړنې او توليد توان ستر پرمختګ موندلی دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |