د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د دسمبر په ۲۳مه نېټه په چين کې د کورونو او د ښارونو او ولسواليو د جوړونې په اړه يوه کاري غونډه ترسره شوه. د کورونو او د ښارونو او ولسواليو د جوړولو وزير وانګ منګ هوی وويل،چين به په ۲۰۱۸ کال کې د کورونو نظام اصلاحات لا ژور کړي او په عين وخت کې به د کوډليو سيمو د اصلاح کارونه پرمخبيايي چې په ۲۰۱۸ کال کې به ۵.۸ مليونه کوډلې اصلاح شي.
نوموړي وويل چين به په دوامداره توګه د غيرمنقولو شتمنيو بازار د ثابت پرمختګ د هڅولو لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |