د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ د دسمبر په ۲۴مه نېټه د عمومي ورزش په اړه د دولتي شورا په يوه غونډه کې يوه وينا وکړه. هغې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې زده کړه په ژوره توګه وکړو او په پراخه توګه دې عمومي ورزش عملي کړو چې د خلکو د جسمي او روحي روغتيا وهڅول او پياوړې شي.
مېرمن ليو يان دونګ وويل، د چين د کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د هوسا چين د جوړولو او عمومي ورزش په کارونو کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه شوي او د بېلا بېلو کچو عامه خدمتي سيسټمونو جوړونه چټکه شوې چې د خلکو بدني کيفيت او روغتيايي سويه په پر له پسې توګه لوړه شوې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |