CRI Online

چين په هر اړخيزه توګه د اصلاحاتو د نوي حالت د جوړولو لپاره هڅه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-25 15:32:32

په دې وروستيو ورځو کې د چين د مرکزي حکومت د اقتصادي کارونو غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه او په دې غونډه کې راغلي چې بايد په هر اړخيزه توګه د اصلاحاتو د نوي حالت د جوړېدو لپاره هڅه وشي.د چين د اقتصاد پوهانو په اند د سوداګريز چاپيريال ښه والی د چين له خوا د بهرنيو پانګونې د راجلبولو،په چين کې د پانګونې د تود ځای د ساتلو او په هر اړخيزه توګه د اصلاحاتو د نوي حالت د جوړولو لپاره يو ښه تدبير ګڼل کيږي.

دغې غونډې په ځانګړې توګه دې ته ا شاره کړې چې بايد د سوداګرۍ برابري پرمخ يو وړل شي،د صادراتو کيفيت او د زياتوالي ارزښت ته دې پاملرنه وشي،په فعاله توګه دې صادرات زيات شي او د ځينو صادراتي توليداتو کمرګي ماليات دې کم شي .د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګريزې او اقتصادي همکارۍ د څېړنيز مرکز کارپوه هو جيان ګوو په دې اند دی چې دا د چين د سوداګريزې تګلارې بنسټيزه برخه ده.هغه وويل(اواز............) په علني توګه مو د چين د سوداګريزې تګلارې په هکله هېڅ نه دی ويلی او هڅکله مو دقيقه ټاکلي سوداګريزه تګلاره نه درلوده.زما په اند دغه جمله دا معنی لري چې دا د سوداګريزې تګلارې د جوړېدو ابتدايي بڼه ده يعنې زموږ له خوا د جوړو شويو سوداګريزو تګلارو لپاره يې بنسټ ايښی دی. په بله ژبه د چين سوداګريزه تګلاره بايد د صادراتو د برابرۍ د ساتلو په حال کې د صاراتو د سيالۍ توان پياوړی او د صادراتي توليداتو د زياتوالي ارزښت زيات کړي تر څو د چين صادرات پراخ شي.

د روان کال له جنوري تر نومبر پورې د چين له خوا د کارول شويو بهرنيو پانګونو ارزښت ٨٠٣ مليارډ او ٦٢٠ مليونه يوانو ته رسيدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٩ اعشاريه ٨ زيات شوی دی .د چين له خوا د لازياتو بهرنيو پانګونو راجلبول په هر اړخيزه توګه د اصلاحاتو د نوي حالت د جوړولو يوه مهمه برخه ده.يادې غونډې بيا تائيد کړی چې اړوندې څانګې په منظم ډول چين ته د بهرنيو توليداتو او پانګونو د ننوتلو اجازې زياتې کړي او په منفي ليست کې شاملې شوې برخې دې کمې کړي.په چين کې د ازادې سوداګرۍ د لومړۍ ازمايښتي سيمې په توګه د شانګهای د ازادې سوداګرۍ ازمويښتې سيمه له جوړېدو راهيسې د منفي ليست اداري نظام پلی کړ چې په تېرو لنډو څلورو کلونو کې د نړيوالې پانګونې پيمانې نظام جوړ شوی دی .د دې ترڅنګ شانګهای د نورو سيمو نه مخکی د ازادې سوداګرۍ د لازياتو اصلاحاتو د خپلواک حق د تر لاسه کولو او د ازادې سوداګرۍ بندر د ابادۍ په برخه کې ازموينې تر سره کړې دي.د دې سوداګريزې سيمې د اداري کميټې مرستيال لو فانګ جو په دې اند دی چې د ازادې سوداګرۍ بندر له جوړېدو څخه څرګنديږي چې د شانګهای د ازادې سوداګرۍ سيمه د ازادې سوداګرۍ د نړيوالو سيمو له معيار سره سم د بشپړېد په حال کې ده.ښاغلي لو وويل(اواز..........)زمونږ په اند د ازادې سوداګرۍ بندر د جوړېدو موخه د مالونو،پيسو او کارکوونکو په شمول د ازادې سوداګرۍ د نړيوالو سيمو له معيار سره سم د دې سيمې اداره ده.په دغو برخو کې موږ ډېرې هڅې کړې او کوو يې او د څارنې په برخه کې مو پرمختګ هم موندلی دی.

دا د پاملرنې وړ ده چې په دې غونډه کې هم تکرار شوی چې د چين د اصلاحاتو چوکاټ بايد پراخ او کچې يې دې لوړې شي.په دې وروستيو ورځو کې د چين حکومت بهرنيو پانګوالو ته د بانکونو،ونډو او بيمې په شمول د پولي بازار دروازې د خلاصولو اعلان کړی دی . له دې څخه د يادې غونډې روحيه هم ښکاري .د چين بانک د لومړۍ کچې څيړونکي جونګ ليانګ وويل چې د پولي بازار د ورخلاصون له امله نه يوازې د ژن مين بي د نړيوال کېدو بهير چټکتيا موندلی شي بلکې په نړۍ کې د تود ځای په توګه د چين مقام هم ساتل کېدای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای