د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د دسمبر په ۲۵مه نېټه وويل، د همدې ورځې په سهار د کابل ښار په شش درک سيمه کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د بريدګر په شمول ۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه يو تن بل ټپی شوی. اوس د دې پېښې په اړه پلټنه روانه ده.
د يوعيني شاهد په قول، د همدې ورځې سهار په اوو بجو او ۵۵ دقيقو، يو ځانمرګي بريدګر چاودېدونکي مواد منفجر کړل، د چاودنې ځای په شاوخوا کې د افغانستان د امنيتي ادارې يوه ودانۍ او د ناټو پوځونو يوه اډه موجوده ده.
داعش د دې چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |