د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې په کليوالو سيمو کې د سړکونو جوړولو په اړه مهمه لارښوونه وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې په تېرو څو کلونو کې کليوالو سيمو کې سړکونو جوړولو په کارونو کې واقعي برياليتوبونه تر لاسه شوي چې د کليوالو سيمو په تېره بيا د بېوزلو سيمو د اقتصادي پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي.
د چين د کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، رئيس شي جين پينګ په کليوالو سيمو کې د سړکونو جوړونې کار ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. د ترانسپورټي ادارې په شمول ارګانونو هم په جدي توګه د رئيس شي جين پينګ لارښوونې تطبيق کړی. په تېرو پنځو کلونو کې په کليوالو سيمو کې د يو مليون دوو لکو او پنځه اوياوو کيلومترو په اوږدوالي سړکونه نوي جوړ او يا ترميم شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |