CRI Online

د ۲۰۱۷ کال لپاره د بسپنه اخيستونکو مطبوعاتي کارکوونکو نوم لېست خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-25 15:50:05

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په ۲۵مه نېټه د چين د خبريالانو ټولنې د ۲۰۱۷ کال لپاره د بسپنه اخيستونکو مطبوعاتي کارکوونکو نوم لېست خپور کړ. د دوو مرکزي مطبوعاتي ادارو او د پنځلسو ولايتونو او ښارونو د ۲۲ مطبوعاتي ارګانونو ۳۱ تنه کارکوونکي په دې ليست کې شامل دي. دا مسلسل څلورم کال دی چې دغې ټولنې هغو مطبوعاتي کارکوونکو ته بسپنه ورکوي چې د کار په ترڅ کې وژل يا ټپيان شوي دي.

دغه بسپنه د چين د خبريالانو ټولنې يوه خيريه پروژه ده . له څلورو کلونو راهيسې، دغې ټولنې د هېواد د بېلا بېلو کچو مطبوعاتي ارګانونو ۷۷ تنو کارکوونکو ته چې د کار په ترڅ کې وژل يا ټپيان شوي وو، څلور مليونه دوه لکه او اويا زره يوانه بسپنې ورکړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای