د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د سياسي چارو ارګان مشر جانګ ځونګ جيان وويل، سيلانيزې چارې د هانکانګ له عنعنوي عمده وو چارو څخه دي. ځايي حکومت به په دوامداره توګه د روزنيزو ادارو، سيلانيزو چارو او نورو اړوندو ارګانونو ترمنځ تبادلې او همکاري وهڅوي چې د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره خدمتونه ترسره شي.
نوموړي د دسمبر په ۲۴مه نېټه وويل، د بهرني چاپېريال په ښه والي سره او د هانکانګ د ځايي حکومت، د سيلانۍ د پرمختګ ادارې په شمول د اړوندو ارګانونو په ګډو کوښښونو سره د هانکانګ سيلانيزې چارې دوباره تودې شوې. د يوې شمېرنې له مخې، د روان کال په تېرو يوولسو مياشتو کې هانکانګ ته د سلانيانو شمېر ۵۲ مليونو ۸.۸ لکو ته رسېدلی چې د تېر کال په نسبت درې سلنه زيات شوي دي. د سيلانيانو شمېر زياتوالی د هانکانګ د اقتصاد په بيااحيا کې فعال رول لوبولی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |