CRI Online

له شينجيانګ او شي ځانګ سره د مرستې لپاره ورته د لس زرو تنو لارښوونکو د ليږدولو پلان تطبيق شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-25 16:35:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ښوونې وزارت خبر ورکړ، د شينجيانګ او شي ځانګ د ښوونې سويې د لوړولو لپاره، دغه وزارت د پرمختګ او اصلاحاتو له ادارې، ماليې وزارت او د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت سره له شينجيانګ او شي ځانګ سره د مرستې لپاره ورته د لس زرو تنو لارښوونکو د ليږدولو پلان خپور کړ چې له مخې به يې هر کال د چين د سترې برخې د ځينو ښوونځيو تکړه ښوونکی به شينجيانګ او شي ځانګ ته وليږل شي.

د ښوونې وزارت د ښوونکو ادارې يو مسئول په قول، په ۲۰۱۸ کال کې به د لومړۍ ډلې ښوونکي چې شمېر يې ۴۰۰۰ تنه دي، شينجيانګ او شي ځانګ ته وليږل شي او هلته به د يو نيم کال لپاره کار وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای