CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزازت وياندې: چين به د فلسطين او اسرايئلو تر منځ د مسئلې د حل لپاره سولييز رول ولري.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-25 19:21:38
 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د دسمبر په ۲۵ مه نېټه په خبرې ناسته کې بيا څرګنده کړه چې چين تل د فلسطين خلکو د ملي حق د اعادې ملاتړ کوي.د م م د امنيت شورا د يوه دايمي غړي هېواد، يوه مسئولانه هېواد او د فلسطين او اسرائيلو د ګډ ملګری په توګه چين به د فلسطين مسئلې په اړه د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی څلور فقره ييز وړانديز پلی کړي او په دايمي او عادلانه ډول د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د مسئلې د حل کولو او په منځني ختيځ سيمې کې د سولې د ساتلو لپاره به کوښښ وکړي.

د دسمبر له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د فلسطين او اسرائيلو د سوله غوښتونکو شخصيتونو سمينار په بېجينګ کې تر سره شو. هوا چون يينګ وويل، په منځني ختيځ کې د حلاتو د نوي بدلون په وخت کې دا سمينار ډير پر وخت او مهم دی.

هوا چون يينګ وويل، چين تل په ټينګه سره د فلسطين خلکو د ملي حق د اعادې او د دوو هېوادونو لايحې ملاتړ کوي. چين د يو بشپړ ملي حاکميت لرونکي او خپلواک فلسطين پلوي کوي چې په ۱۹۶۷ کال کې د ټاکل شوې کرښې پر بنسټ دی او ختيځ بيت المقدس د دغه هېواد پلازمينه ده. چين ويلی کله چې فلسطين په ريښتيني ډول خپلواک هېواد جوړ کړي، نو اسرائيلو ته به هم د سولې سبب شي. کله چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ مسئلې په رښتيني ډول حل شي، د منځني ختيځ وضعيت به په اساسي توګه حل شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای