CRI Online

د نړۍ د جغرافيايي مالوماتو په اړه د م م غونډه به په چين کې ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-26 09:57:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړۍ د جغرافيايي مالوماتو په اړه د م م غونډې د لارښوونکې کمېټې لومړۍ ناسته د دسمبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه. په دې ناسته کې خبر ورکول شو چې د نړۍ د جعرافيايي مالوماتو په اړه د م م لومړۍ غونډه به د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې د جه جيانګ ولايت په ده چينګ ښار کې جوړه شي.

د م م د سرمنشي مرستيال ليو جن مين وويل، په دغه غونډه کې به د جغرافيايي مالوماتو د نقشه جوړولو په برخه کې تازه پرمختګ وښودل شي، د راتلونکي پرمختګ تمايل به وکتل شي او ګډون کوونکي به د بېلا بېلو هېوادونو او ګردې نړۍ د ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره وړانديزونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای