د دسمبر د پنځه ويشتمې نېټې د مازديګر په اوو بجو دېرشو دقيقو، د X8005 نمبر بار وړونکی اورګاډی د چين د پو تيان له تم ځای څخه د اروپا په لور وخوځېد، دغه راز د چين او اروپا تر منځ د تګ راتګ بار وړونکو اورګاډو شمېر زرو ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، د چين او اروپا تر منځ بار وړونکې کرښې نړۍ ته د چين د هه نان ولايت د خلاصېدو او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په برخه کې د دې ولايت د ګډون کولو لپاره ډېر مهم اهميت لري. سږ کال د چين او اروپا تر منځ د بار وړونکو کرښو د پرمختګ سمسور کال دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |