CRI Online

چين د تجارت په برخه کې د پياوړي هېواد د جوړولو مهالوېش وټاکلو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-26 10:55:00

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په داسې حال کې چې چين يو لوی تجارتي هېواد ګرځېدلی دی، د سوداګرۍ وزارت د تجارت په برخه کې د يو پياوړي هېواد د جوړولو مهالوېش وټاکلو. د دسمبر په ۲۵مه نېټه د سوداګرۍ وزير جونګ شان په يوه غونډه کې وويل، چين به په دريو ګامونو کې دغه مهالوېش عملي کړي او تر ۲۰۵۰ کال مخکې به چين په بشپړه توګه د يو پياوړي تجارتي هېواد په توګه جوړ شي.

د سوداګرۍ وزارت د يوې شمېرنې له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د چين کورنی مصرف، بهرنی تجارت او پانګونې د نړۍ په مخکنيو کرښو کې شامل و. وزير جونګ شان وويل، د چين لخوا د يو پياوړي تجارتي هېواد د جوړولو درې ګامونه دا دي، تر ۲۰۲۰ کال مخکې د لوی تجارتي هېواد مقام کلک شي، تر ۲۰۳۵ کال مخکې په بنسټيزه توګه پياوړی تجارتي هېواد جوړ شي، تر ۲۰۵۰ کال مخکې په هراړخيزه توګه پياوړی تجارتي هېواد جوړ شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای