د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په ۲۵مه نېټه د چين د ترانسپورټي لېږدونې په غونډه کې خبر ورکول شو چې له پنځو کلونو راهيسې په چين کې د ترانسپورټي تاسيساتو جوړونې په ثابته توګه پرمختګ کړی او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د چټکې اوسپنيزې لارې، عمومي سړکونو، په ښارونو کې د پټلۍ ترانسپورټ د روانېدو واټن او په بندر کې د لويو بېړيو شمېر په څلورو برخو کې د چين هدفونه په نړۍ کې لومړی مقام نيولی.
له پنځو کلونو راهيسې، په چين کې د چټکو اوسپنيزو لارو او د سړکونو اوږدوالی په جلا جلا توګه ۲۷ زره کيلومتره زيات شوي دي. په عين وخت کې د حمل و نقل د ضمانت توان په څرګنده توګه پياوړی شوی او مسافرينو ته د خدمت کولو سويه هم لوړه شوې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |