CRI Online

تر دوه زره شلم کال پورې به په چين کې د ملکي بې پيلوټه الوتکو د توليدولو صنعتی ارزښت شپېته مليارډو يوانو ته ورسېږي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-26 15:27:12

د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، تر دوه زره شلم کال پورې به په چين کې د ملکي بې پيلوټه الوتکو د توليدولو صنعتی ارزښت شپېته مليارډو يوانو ته ورسېږي، تر دوه زره پنځه ويشتم کال پورې به دغه ارزښت يو سل او اتيا مليارډو يوانو ته لوړ شي.

د مالوماتو له مخې، د ملکي بې پيلوټه الوتکو د توليدولو مسلک په دې وروستيو کلونو کې په چټک ډول وده او پرمختګ کړی دی. تر دوه زره شلم کال پورې به په چين کې د ملکي بې پيلوټه الوتکو د توليدولو يو لړ نړيوال شهرت لرونکي شرکتونه جوړ شي او په دې برخه کې به له دوو څخه تر پنځو د نړۍ په کچه عصري تخنيک لرونکي شرکتونه پيدا شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای