CRI Online

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ زياتوالی له اټکل څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-26 16:08:24


د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا له تازه خپارو شويو معلوماتو څخه ښکاري چې په روان کال کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ زياتوالی له اټکل څخه اوښتی دی، د مالونو د معاملو د زياتوالي انډول د تېرو شپږ کلونو په پرتله لوړ دی، د خدمتي چارو د صادراتو د زياتوالي انډول له تېرو اوو کلونو راهيسې په لومړي ځل د وارداتو د زياتوالي په پرتله لوړ دی. د چين د سوداګرۍ وزير چنګ شان د دسمبر په پنځه ويشتمه نېټه په يوه کاري غونډه کې د ځواکمن سوداګريز هېواد د ابادۍ په موخه د دريو ګامونو پلان خپور کړ چې له مخې به يې له ۲۰۵۰ کال دمخه په هره ساحه کې د ځواکمن سوداګريز هېواد په توګه د ابادۍ موخه پوره شي. په راتلونکي کې به چين د مصرف، سوداګرۍ او بهرنيو پانګو په برخو کې نوي تدبيرونه غوره کړي.

اوسمهال د کورنيو مصارفو، بهرنۍ سوداګرۍ او متقابلو پانګونو په برخو کې چين په نړۍ کې مخکښ ځای نيسي. په نوې زمانه کې د چين موخې دا دي چې له ۲۰۲۰ کال مخکې به د لوی اقتصادي او تجارتي هېواد مقام لا ټينګ شي، د ۲۰۳۵ کال په وړاندې به چين په اصلي توګه ځواکمن اقتصادي او تجارتي هېواد وګرځي، د ۲۰۵۰ کال څخه وړاندې به چين په هراړخيزه توګه ځواکمن اقتصادي او تجارتي هېواد وګرځي.

اوس د چين په وړاندې دغه مسئله شتون لري چې زموږ بهرنۍ سوداګري لويه ده خو ځواکمنه نه ده، د نوښت توان او د صادراتي توليداتو کيفيت بايد لوړ شي. د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ څانګې مشر ژن هونګ بين په دې هکله وويل،

(( لومړی، د مالونو صادرات به د مالونو، خدمتونو، تخنيکونو او پانګو مجموعي صادراتو ته بدل شي. دوهم، د سيالۍ ښېګڼه به له بيې څخه د تکنالوژۍ، معيارونو، مارکونو، کيفيت او خدمتونو په شمول عمومي غوره والي ته وګرځي. درېيم، نوښت به د پرمختګ خوځنده ځواک وګرځي. څلورم، د نظام بشپړوالی، د قوانينو سره سم اداره کول او نړيوال کېدل به د تګلارو پر ځای په تجارتي چاپيريال کې لارښوونکی رول ولوبوي. پنځم، چين به د نړيوالو تجارتي قاعدو په جوړولو کې برخه ولري. ))

د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د چين د مالونو د معاملو عمومي ارزښت له پنځه ويشتو زرو بيلياډو يوانو نه زيات و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت پنځلس اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی. د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د خدمتي چارو عمومي ارزښت نژدې څلور زره بيلياډه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت نهه اعشاريه نهه سلنه زيات شوی.

د سوداګرۍ وزير وويل، چې د پيچلو نړيوالو اقتصادي حالاتو په وړاندې دغه موفقيت ساده کار نه دی. خو دغه ښه تمايل به په راتلونکي کې دوام ولري او که نه؟ د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ څانګې مشر ژن هونګ بين وويل، نامعلوم عوامل زيات دي.

(( د نړۍ په سوداګريز چاپيريال کې نامعلوم او ناثابت عوامل زيات دي، د بېلګې په توګه ټرمپ د چين د بازاري اقتصاد مقام نه مني، اروپايي ټولنه د اجناسو ارزانه خرڅلاو پرضد پلټنه کې د چين پر وړاندې تبعيضي او نابرابره عمل لري. د دې ترڅنګ د تجارت حمايت پالنې او د نړيوال کېدو په مقابل کې د فکري تمايل پورته کول زموږ د راتلونکي کال پر سوداګرۍ اغېزې لري. د امريکا عوامل، د جيوپوليتيکس او د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې عوامل هم شته. ))

نوموړي چارواکي پر دې ټينګار وکړ چې له دې امله چې د نړيوال اقتصاد احيا کېدل چټک شوي، د بهرنۍ سوداګرۍ د چيني تصديو نوښت توان لوړ شوی او اړوندې تګلارې نافذې شوې، هغه د راتلونکي کال د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ په اړه باور لري.

د سوداګرۍ وزارت د خدمتي چارو د سوداګرۍ څانګې مشر شيان ګو يي وويل، د خدمتي چارو د سوداګرۍ په اړه د نظامونو په اصلاحاتو به لاس پورې کړو.

(( د خدمتي چارو د سوداګرۍ به اړه زموږ تجربې زياتې نه دي. د قوانينو د جوړونې، تګلارو، احصايې او څارنې په برخو کې به اړوند ميکانيزمونه بشپړ کړو. د مالونو د سوداګرۍ هڅوونکی بشپړ سيستم لرو، خو د خدمتي چارو سيستم بشپړ نه دی، موږ د دې برخې د پياوړتيا په هڅه کې يو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای