د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې له خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره وکتل چې د لومړي ځل لپاره د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په ډيالوګ کې ګډون کوي.
وانګ يي وويل، افغانستان د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز يو مهم همکار دی. چين هيله لري چې له افغانستان سره ستراتيژيکې همکاري لا پراخه کړي. برسيره پر دې، چين هيله لري چې د افغانانو لخوا سياسي روغې جوړې عملي شي.
رباني وويل، چين تل د افغانستان د اعتماد وړ دوست دی، افغانستان غواړي د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په وړانديز کې ګډون وکړي او د بنسټيزو تاسيساتو او انرژۍ په شمول برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |