د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د دسمبر په ۲۶مه نېټه په خبرې ناسته کې څرګنده کړه، چين دې ته پام کوي چې جاپان غواړي د JS-lzumo په نامه ساتونکی بيړۍ د الوتکې وړونکې بيړۍ ته د اړولو په اړه اړوند راپورونه خپاره شوي. چين هيله لري چې جاپان د امنيت ساتنې د تګلارې او پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار وکړي او د پوځي امنيت په برخه کې جدي عمل وکړي.
هوا چون يينګ وويل، د تاريخ له امله د اسيا هېوادونه او نړيواله ټولنه د پوځ او امنيت په برخو کې د جاپان عمل ته ډېره پاملرنه کوي. موږ اړوند راپورونو ته پاملرنه کوو او دې ته هم پاملرنه کوو چې دغه عمل ښايي د جاپان د اساسي قانون د ۹ مادې څخه سرغړونه وي. د جاپان د اساسي قانون ۹ مادې د جاپان د جنګ نه وروسته د سوله ييزې پرمختيايي لارې يو مهم تضمين او سمبول دی، او دا هم د نړيوالې ټولنې لپاره د جاپان جدي ژمنه ده. چين هيله لري چې جاپان د امنيت ساتنې د تګلارې او پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار وکړي ، د پوځي امنيت په برخه کې جدي عمل وکړي او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ګټوره عمل تر سره کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |