CRI Online

د چين ، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی ډيالوګ ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-26 19:52:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر په ۲۶مه نېټه د چين ، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړۍ غونډه په بېجينګ کې ترسره شوه.درېيو خواوو د متقابل سياسي باور او تفاهم،د همکارۍ د پرمختګ او د امنيت په برخه کې د همکارۍ او د ترهګرۍ پر ضد مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او څو ګډو نظريو ته رسېدلې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل چې چين، افغانستان او پاکستان يو د بل مهم ګاونډي هېوادونه دي چې خپلمنځي تبادلې او د همکارۍ پياوړتيا د ۳ هېوادونو له ګډو هيلو او ګټو سره سمون خوري.چين به د ۳ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د نظام له لارې تر خپلې وسې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي.

په غونډه کې درېيو خواوو هم د افغانستان د ملي روغې جوړې په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړي.افغان حکومت څرګنده کړه چې ژر تر ژره به د روغې جوړې لايحه وړاندې کړي.چين او پاکستان د دې هرکلی وکړ او غواړي په پر له پسې توګه اسانتياوې برابرې کړي.

تر يادې غونډې وروسته د چين،افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د لومړی ډيالوګ ګډه اعلاميه خپره شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای